د لغمان ولایت د عدلیې او استیناف محکمې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۱:۱۳
.

دلغمان ولایت د عدلیې ریاست او د یاد ولایت د استیناف محکمې ریاست ترمنځ د محرم الحرام د میاشتې په ۱۸ نېټه د چهارشنبې په ورځ د لغمان ولایت د عدليې رئیس مولوي عبدالستار حماس او مل پلاوي او د یاد ولایت استیناف محکمې د رئیس مولوي عبدالکریم حقاني په ګډون سره د همغږۍ او همکارۍ په موخه د یاد ولایت د استیناف محکمې ریاست په مقر کې ناسته جوړه شوه.

په دې ناسته کې د دواړو رياستونو ترمنځ د نږدې همغږۍ او همکارۍ په رامنځته کولو ټينګار وشو. همدا راز پرېکړه وشوه، چې د شته ستونزو او ننګونو د حل په موخه دې د دواړو څانګو ترمنځ د همغږۍ دوامداره ناستې جوړې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS