د لغمان ولایت د عدلیې او اختصاصي محکمې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه
د لغمان ولایت د عدلیې رئیس، مولوي عبدالستار حماس او له هغه سره مل پلاوي د جمادی الأولی د مياشتې په ۲۵ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د یاد ولایت د اختصاصي محکمې له رئیس، مولوي محمد یونس حقاني سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د یادو ریاستونو ترمنځ پر لازیاتې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ او ستونزو ته د رسېدنې او د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه یې وکړه.