د لغمان ولایت د عدليې رئیس له یو شمېر مدافع وکیلانو سره وکتل

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۸ - ۹:۹

د لغمان ولایت د عدليې رئیس مولوي روح الله روحاني د ذوالقعدې میاشت په ۷ نېټه د شنبې په ورځ د یاد ولایت له یو شمېر مدافع وکیلانو سره وکتل.

په دغې کتنه کې چې د عدليې ریاست په مقر کې ترسره شوه، د عدليې رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې و یې ویل چې د مدافع وکیلانو د کړنلارې پر اساس هیڅوک حق نه لري چې د دفاع وکالت له جواز څخه پرته فعالیت ترسره کړي او یا هم د نورو ولایتونو د ثبت شویو جوازونو پر اساس په دغه ولایت کې استازولې پرانیځي. دغه راز نوموړي یادو شویو مدافع وکیلانو ته لارښوونه وکړه چې د هغوی د جوازونو د وخت پای ته رسیدلو په صورت کې د هغو پر تمدید اقدام وکړي او خپلې دارالوکالې تل پرانېستلې پریږدي.

دغه راز د عدليې رئیس د دغه ولایت مدافع وکیلانو ته له کړنلارې سره سم د اداري سندونو د ثبت، د مؤکلینو د سندونو د ثبت او د مقاولو او عوایدو د ثبت کتابونو په درلودلو، او بل شخص ته د مهر، د دارالوکالې د امتیاز او د نورو مسلکي امتیازونو د نه لیږدولو، د خپل مؤکل مقابل لوري سره د مدافع وکیل د مرستې نه کولو او د نورو وکیلانو پر ضد د ناوړو تبلیغاتو څخه د ډډې کولو، بل شخص ته د دارالوکالې د نوم او سرلیک د عاریې نه ورکولو، د دارالوکالو د موقعیت بدلیدلو څخه د مراجعینو خبرولو، لږ تر لږه یو کال کې له دریو جنايي قضیو څخه په وړیا توګه د دفاع او د نورو مواردو په اړه لازمې توصيې او لارښوونې وکړې.

په دغې ناسته کې د مدافع وکیلانو د ستونزو او هغو له پاره د حل لار موندلو په اړه هم خبرې وشوې او د عدليې رئیس له خوا هغوی سره د هر اړخیزو همکاریو  ژمنه وشوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۱۳:۴۶
Background image

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست نوی رئيس معرفي شو

د عدلیې وزارت د بشري سرچينو رئيس مفتي رحمت الله حليم د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست نوی رئيس چې د یاد وزارت د وړاندیز او د رياست الوزرا د عالي مقام د منظورۍ په. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۳:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو متصديانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړ شو

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د انسجام آمریت د محرم الحرام د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د شنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د معاملاتو لارښوونې د دفترونو یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۳:۱۷
Background image

۱۵متقاضیانو ته د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل شول

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکونکو چارو ریاست د  محرم الحرام د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د یکشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د. . .

BACK TO NEWS