د فاضلانو د دستار بندیو د مراسمو او جلسو جوړولو په هکله د عالیقدر امیر المؤمنين حفظه الله تعالى هدايات
بسم الله الرحمن الرحيم
ګڼه: ۲۵۵
نېټه: ۱۴۴۶/۶/۲۰هـ.ق
د فاضلانو د دستار بندیو د مراسمو او جلسو جوړولو په هکله د عالیقدر امیر المؤمنين حفظه الله تعالى هدايات
دا چې د دستار بندیو په جلسو کې له څو اړخونو څخه نیمګړتیاوې ليدل کېږي او ډير وختونه له همدې امله يا لمونځ په مکروه وخت کي داخليږي او يا هم قضاء شي، همدارنګه بې ضرورته مصارف كېږي، د دې لپاره چې د دستاربندیو جلسې ښه په ساده توګه ترسره شي، د ټولو مدارسو مسؤولین دې د فاضلانو د دستار بندیو لپاره د مراسمو او جلسو جوړولو په هکله لاندې هدايات عملي کړي:
۱. د فاضلانو په جلسه کې دې يوازې درې تقريرونه كېږي؛
۲. جلسه که د سهار له خوا دائریږي، نو د ماسپښين یوې بجې ته دې ختميږي او که د ماسپښين په وخت کې دائریږي نو مازدیګر لمانځه ته دې خلاصيږي، تر څو مسلمانان خپل لمونځونه په خپل وخت کې په جماعت سره ادا کړي او جلسه د مسلمانانو د لمونځونو د قضاء کیدو لامل نه شي.
۳. د صحيح البخاري ختم او جلسه دې په يوه ورځ كې كېږي، د بخاري شريف د ختم لپاره دې ځانته مراسم نه جوړیږي؛
۴. د دې لپاره چي د بیځایه مصارفو مخنیوی وشي، په جلسو کي دې له خاصو خلکو پرته، عامو راغلو خلکو ته ډوډۍ نه وركول كېږي.
۵. فاضلان دې له اسراف کولو څخه جدي پرهيز وکړي او تر عمومي جلسي وروسته دې پر کور باندې دوهمه جلسه نه جوړوي؛
۶. په جلسو کې دې يوازي د لویې دوري فاضلانو او د قرآن كريم حافظانو ته دستار بندي کېږي، د وړي دوري شاګردانو ته دي دستار بندي نه کيږي.
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته!
امیرالمؤمنين شيخ القرآن والحديث
مولوي هبة الله اخندزاده