د فاریاب ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۹ - ۹:۴
.

د فاریاب ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شوال د میاشت په ۶ نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مقام د مرستیال الحاج مولوي حمید الله ارشاد په مشرۍ او د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره د فاریاب ولایت په مقر کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د قیصار او خیبر ولسوالیو د اوسیدونکو تر منځ د ستونزو، د خواجه موسی او شیرین تګاب ولسواليو د اوسیدونکو ستونزې او د فاریاب ولایت د ۱۴ موضوعي ځمکو په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه.

په دغې ناسته کې، پریکړه وشوه چې تخنیکي هیئت به په نږدې راتلونکې کې د قیصار او خیبر ولسوالیو تر شخړو لاندې ساحې ته ولاړ شي او موضوع به له نږدې څخه بررسي او راپور به یې جوړ کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS