د فاریاب ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل
د فاریاب ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته، د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۵ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
په دغې ناسته کې، د دواړو ولایتونو ترمنځ د مرزي ساحو د څړځایونو د غصب په تړاو د بادغیس تخنیکي هیئت د ترلاسه شوي لیک په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې دغه هیئت یادې شوې ساحې سفر وکړي.
تخنیکي هیئت د کادستر ټیم ته دنده وسپارله چې د یادې شوې ساحې دقیق ارقام مشخص کړي چې څومره څړځای سروې شوی او څومره یې غصب او ویجاړ شوی دی.