د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳۱ - ۱۴:۰
.

د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۱ نېټه د دوشنبي په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، تخنیکي هیئت د فتح الله بیک، تیلا جر، خمها جر او د نرکوه بادروک ساحو پر ځمکو د دوو اشخاصو د ادعا موضوع په اړه بحث وکړ او د هغوی سندونه یې بررسي کړل. تخنیکي هیئت پریکړه وکړه چې د دغه هیئت غړي یادو شویو ساحو ته ولاړ شي او د اشخاصو سندونو ته پر ساحې مطابقت ورکړي.

دغه راز په دغې ناسته کې د یو شخص د زمیندارۍ او د هغه د ۸۷ جریبه ځمکې په اړه بحث وشو او د هغې اړوند اشخاص غونډې ته وبلل شول او له هغوی څخه سندونه وغوښتل شول. یاد هیئت پریکړه وکړه چې تر ادعا لاندې ساحې ته ولاړ شي او موضوع له نږدې بررسي کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS