د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل
د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې میاشت په ۳ نېټه د سه شنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
په دغې ناسته کې، د یو شخص په تصرف کې د شنې ساحې په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې موضوع او د یاد شخص مصارف بررسي شي او راپور یې مرکزي کمېسیون ته وړاندې شي.
په دغې ناسته کې، د هوايي ډګر د ځمکې په اړه هم پریکړه وشوه چې مفصل راپور یې ترتیب او مرکزي کمېسیون ته واستول شي او یو شمېر نور موضوعات راتلونکې غونډې ته وځنډول شول.