د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۲ - ۱۲:۵۵
.

د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۲۳ نېټه د سه شنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په یاده ناسته کې هیئت د نورکوه ساحې ځمکې په تړاو د یو شخص سندونه بررسي کړل او پریکړه وکړه چې راتلونکې ورځ له نږدې څخه له ساحې لیدنه وکړي او سندونه تطبیق کړي.

د پشته ګاومرک ځمکې موضوع چې ټاکل شوې د ټرانسپورټ ریاست له خوا په کې ترمینل جوړ شي هم بررسي شوه او هیئت له هغو اشخاصو څخه چې په یاده ساحه کې د ملکیت ادعا درلودله، سندونه وغوښتل.

هغه اشخاص چې ادعا کیږي د غور مرکز جر خشنو پورې په جر تیلک کې د کادستر په نقشه کې د شاملې للمي ځمکې ۸۷ جریبه ځمکه وېشلې ده، غونډې ته حاضر شول او هغوی ته استعلام وویشل شو ترڅو د موضوع په تړاو معلومات او سندونه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS