د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hakeem_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۸ - ۱۰:۴۰

د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د روژې میاشت په ۳ نېټه د شنبې په ورځ ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او ځیني موضوعات په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شول.

په دغې ناسته کې، د معلمینو ښارګوټي د ځمکې د مالکیت مدعی غونډې ته حاضر شو او نوموړي ته استعلام ورکړل شو ترڅو د خپل ملکیت د تثبیت له پاره سندونه او مدارک وړاندې کړي.

دغه راز په یاده ناسته کې د فیروز کوه شمال په کاسي کلي کې د پنبه کار ساحې په اړه چې د خدایار، سلطانیار او تاجیک قومونو دعوا لاندې ده، بحث وشو او موضوع د لازیاتو څیړنو په موخه راتلونکې غونډې ته وځنډول شوه ترڅو بررسۍ بشپړې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS