د غور ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته جوړه شوه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۴ - ۱۰:۳۶
.

د غور ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته د ربیع الاول میاشت په ۲۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدلیې رییس مولوي محمد ابراهیم سلطاني په مشرۍ او د دغه ریاست د امرینو او کارکوونکو په حضور جوړه شوه.

د غور ولایت د عدلیې رییس په صداقت، تقوا او مسوولیت پذېرۍ سره د کارونو سرته رسولو په اړه وینا وکړه او زیاته یې کړه چې د تېروتنو د مخنیوي له پاره دې هلې ځلې وشي او کارکوونکي دې یوبل ته په کارونو کې د تېروتنو او ناغوښتل شوو  اشتباهاتو ته متوجه کړي.

دغه راز هغه د کارکوونکو لخوا د مراجعینو او عارضینو د کارونو پر چټکتیا يې ټینګار وکړ او زیاته يې کړه چې په دغې برخه کې مسافرینو ته لومړیتوب ورکړل شي.

د غور عدليې رییس په ټاکلي وخت اداره کې د کارکوونکو پر شتون ټینګار وکړ او زیاته يې کړه؛ هغه څوک چې د سهل انګارۍ له امله په اداره کې منظم حضور نه لري د هغوی له پاره معاش حلال نه دی. او هم یې له کارکوونکو څخه وغوښتل چې خپل لمونځونه په جماعت سره ادا کړي.

د عدليې ریاست امرینو او کارکوونکو د ناستې په پای کې خپل کاري ستونزې شریکې کړې او د عدليې رییس د دغو ستونزو د حل له پاره لازمې لارښوونې ورکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS