د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد د کمېسیون د ناستې جوړیدل

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۱ - ۱۵:۴۳

د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد د کمېسیون ناسته د ربیع الاول میاشت په ۲۷ نېټه د یکشنبې په ورځ په ۱۱ بجو د اسلامي امارت د عدليې وزارت د سرپرست او د یاد کمېسیون رییس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د چارو په اداره کې جوړه شوه.

په یاده ناسته کې، د کور او ښارجوړولو وزارت سرپرست، د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست، د کرنې او اوبو لګولو وزارت معین، د چارو د ادارې لوی رییس، د ریاست الوزراء د دفتر رییس، د سترې محکمې د دارالانشا رییس او د ځمکو د ادارې مسوول ګډون کړی وو.

په دغې ناسته کې، دغصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد په اړه د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمانونو، او د هغو د تطبیق په څرنګوالي بحث او خبرې وشوې په دغې برخه کې د تطبیق د کار پر پیل لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS