د غزني ولایت د عدلیي ریاست کارمندانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړیدل
د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د غزني ولایت د عدلیې ریاست کارمندانو لپاره «د امارت د قضایاو مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د یاد ریاست په مقر کې جوړه کړه.
د یادې زده کړه ییزې برنامې پرانیسته کې چې د ربیعالاول میاشتې په ۱۱ مه نېټه د شنبې په ورځ جوړه شوه، د یاد ولایت د عدلیې رئیس، د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړولو آمریت ښوونکو او نورو مسؤولینو حضور درلود.
په دې زده کړه ییزه برنامه کې چې تر شپږو ورځو پورې دوام لري، د غزني ولایت د عدلیې ریاست ۲۵ تنه مسلکي کارمندانو ته د دعوا لیکنې، دفاعیې لیکنې، راپور او مکتوب لیکنې د څرنګوالي او د مفاهمې او اړیکو مدیریت په اړه زده کړې ورکړل شي.
د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د کارمندانو د ظرفیت لوړولو په موخه په منظم ډول زده کړه ییزې برنامې جوړوي ترڅو خلکو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو د لاپیاوړتیا لامل شي.
