د غزني ولایت د استیناف محکمې او عدلیې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل
د غزني ولایت د عدلیې رئیس، مولوي مطيع الحق عثمان او له هغه سره مل پلاوي د جمادی الأولی د مياشتې په ۲۳ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د یاد ولایت د استیناف محکمې له رئیس، مولوي عزیز الله حیدري سره وکتل.
په دې کتنه کې د مدافع وکیلانو، حقوقي مرستو او د امارت د قضایاو د برخو په اړه خبرې وشوې او په دغو برخو کې ځینې موجودې ستونزې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.
په دې کتنه کې دواړو لورو د یادو ریاستونو ترمنځ پر لازیاتې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ او ستونزو ته د رسېدنې او د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه یې وکړه.