د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

hakeem_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۴ - ۱۲:۲۰
.

 د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو ریاست د خپلو مخکنیو ارزونو په دوام، د روژې د مياشتې په ۲۳ مه د سه شنبې په ورځ د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستو برنامه د دغه وزارت په مقر کې جوړه کړه.

په یاده برنامه کې د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست مسؤولینو د ازموینې له بهیر څخه څارنه وکړه. په دغې ازموینه کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز ۲۷ تنو غوښتونکو برخه اخیستې وه.

د عدلیې وزارت وړ کسانو ته د عریضه لیکنې د فعالیت جواز د ویشلو په منظور، وخت په وخت د عریضه لیکنې د جواز له غوښتونکو څخه په یاد وزارت کې ازموینه اخلي ترڅو وړ او با استعداده کسانو ته په اصولي او شفاف ډول جواز وویشل شي او د خلکو په کارونو کې هم آسانتیاوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۱
Background image

اختتام برنامه آموزشی برای آمرین و کارمندان مرکزی و ولایتی ریاست مساعدت‌های حقوقی وزارت عدلیه

 برنامه های آموزشی شش روزه تحت عنوان «آموزش‌های اداری و مسلکی» که برای آمرین مرکزی و ولایتی و کارمندان ولایتی ریاست مساعدت‌های حقوقی وزارت عدلیه در مرکز برگزار شده بود روز پنجشنبه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۱:۲۰
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د مسئولیتونو پر مخ وړلو لپاره علم او اسلامي عقیده اساسي اړتیاوې وبللې

 د عدلیې وزارت مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د جمادي الأولی د میاشتې په ۱۶مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د هېواد د ۳۴ ولایتونو د حقوقي مرستو له آمرینو سره چې په یوې زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد رسمي کار پیل شو

 د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

BACK TO NEWS