د عدلېي وزارت وزیر ښاغلې ډکټرعبدالبصیر انور د ازبکستان په جمهوریت د تاشکند دحقوقو د پسرلي په کنفرانس کې ګډون وکړ

waheed
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۳۰ - ۸:۵۴
د عدلېي وزارت وزیر ښاغلې ډکټرعبدالبصیر انور د ازبکستان په جمهوریت د تاشکند دحقوقو د پسرلي په کنفرانس کې ګډون وکړ

د تاشکند د حقوقو د پسرلي په بین المللی کنفرانس کې د عدلېي د وزیرانو، د بین المللي حقوقي سازمانونو د استازو، د بین المللی پوهنتونونو د استادانو او د عدلي او قضایی متخصصینو په ګډون د تاشکند د حقوقو د پسرلي بین المللي کنفرانس د روان کال د غويي د میاشتې له ۵ نیتې څخه تر۷ نیټې پورې د دریو ورځو لپاره د ازبکستان جمهوریت د تاشکند په ښار کې جوړ شو.

پدې کنفرانس کې چې د مدرنیته په لور د چټک خوځښت په پیرۍ کې د حقوقو تر عنوان لاندې جوړ شوی و، ښې حکومتدارۍ، د قانون له واکمنۍ څخه د ډاډ د تر لاسه کولو عدلي اوحقوقي سیستم اصلاحاتو او هم په مدني موضوعګانو کې د منخګړیټوب رول په شان موضوعګانو په باره کې ویناوې او خبرې وشوې.

د عدلېی وزیر د کنفرانس په څنډه د ازبکستان جمهوریت د عدلېی وزیر ښاغلي روسلانبیک دولت اوف عدلېیي وزارت له معین ښاغلې ملیف خدایار، د سنګاپورد عدلېي له وزیر ښاغلې ادوین تانګ، او د امریکا د اختلافاتو د حل بین المللي مرکز له غړي ښاغلي مارک اپل او د پیتسبورګ پوهنتون د بین المللي پرمختیا د برنامې له ریس سره وکتل او خبرې يې وکړې.

هغه د ازبکستان جمهوریت د عدلیې له وزیر سره په کنته کې د دواړو هیوادونو ترمنځ او مجرمینو د استرداد، د انسان له قاچاقو او د مهاجرینو له قاچاقو سره د مبارزې لپاره د ګډو همکاریو او د دواړو هیوادونو وزارتونو د مسلکي کارکوونکو ترمنځ د مسلکي تجربو د شریکولو په شان د موضوعګانو په باره کې بحث او خبرې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS