د عدلیې په وزارت کې د زندان د شتون په اړه د راپورونو په باره کې د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت اعلامیه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۱۵:۳۶
.

په دې وروستیو وختو کې ځینو مغرضو او معاندو رسنیو په دې اړه چې ګنې د عدلیې په وزارت کې شخصي زندان شتون لري یو لړ راپورونه خپاره کړي دي، په دې برخه کې د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت اعلاموي چې په دغه وزارت کې هېڅ راز شخصي زندان شتون نه لري د موضوع د لا زیات وضاحت لپاره باید وویل شي چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ۱۴۴۴/۲/۲۹ هـ.ق نېټې د (۱۸۹) ګڼه فرمان پر بنسټ رامنځته شوی دی چې یاد کمېسیون له اړوند قانون او کړنلارې سره سم فعالیت کوي.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون چې په سر کې یې د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي قرار لري د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له ۱۴۴۴/۱۰/۲۷ نېټې د (۶۳۴) ګڼه حکم پر بنسټ واک لري چې د ځمکې د هغو غاصبانو د توقیف په اړه چې پر غصب شویو ځمکو باندې خپلو تصرفاتو ته دوام ورکوي، د لسو ورځو تر مودې پورې تصمیم ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو وختو کې د ځمکې یو شمېر غاصبانو د غصب شویو امارتي ځمکو قضیو ته د رسیدګي د اختصاصي محکمې له خوا د ځمکې د غاصب په توګه له محکوم علیه کېدو سره سره، خپل غصب ته دوام ورکړی دی او په عملي توګه یې د یادې محکمې د پرېکړې او ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد د کمېسیون له تصمیم څخه تمرد کړی دی چې د یاد کمېسیون له خوا له متمردینو سره د یوه تن د توقیف په اړه تصمیم اتخاذ او یاد شخص یې د توقیف په اړه په رسمي ډول د کابل ولایت مقام ته سپارل شوی دی.