د عدلیې وزیر د مسؤولینو په صادقانه کار او مسؤولیت منلو ټینګار وکړ

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۴
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دې وزارت د رهبرۍ شورا په ناسته کې د عدلیې وزارت د مسؤولینو په مسؤولیت‌ منلو، صادقانه خدمت او په خپل وخت د کاري چارو په ترسره کولو ټینګار وکړ.

دا ناسته د ذوالحجې میاشتې په ۸مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د عدلیې وزیر په مشرۍ او د دې وزارت د مرکزي رئیسانو او نورو مسؤولینو په ګډون جوړه شوه. په دې ناسته کې د عدلیې وزیر وویل چې ټول مسؤولین او کارمندان دې په بشپړ صداقت، دیانت او امانت‌دارۍ سره کار وکړي او هغه مسؤولیتونه چې ورسپارل کېږي، په غوره توګه دې سرته ورسوي.

هغه زیاته کړه چې په کاري چارو کې جدي دی او د وزارت د بېلابېلو برخو له ټولو کارمندانو او مسؤولینو څخه هیله لري چې خپل کارونه په جدیت سره ترسره کړي، ترڅو خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې د هر ډول ځنډ مخه ونیول شي.

محترم شیخ الحدیث مولوی عبدالحکیم شرعي څرګنده کړه چې اسلامي نظام د ډېرو قربانیو په پایله کې واکمن شوی او مسؤولین باید د داسې کړنو له ترسره کولو څخه ډډه وکړي چې د نظام د کمزورتیا لامل کېږي.

نوموړي ټینګار وکړ چې که مسؤولین په صداقت او دیانت او په سمه توګه خپلې کاري چارې پرمخ نه‌شي وړلی، غوره ده چې استعفا ورکړي او بل کس ته فرصت ورکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۴۶
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین او سرپرست، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۲
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS