د عدلیې وزارت مسلکي معین معرفي شو

waheed
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۸ - ۱۲:۲۶
.

شیخ عبدالکریم حیدر چې د افغانستان اسلامي امارت د مقام له لوري د عدلیې وزارت د مسلکي معین په توګه ټاکل شوی، د ۱۴۰۱ د وري په ۱۷ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د رسمي مراسمو په ترڅ کې د عدلیې وزارت د سرپرست، د دې وزارت د رئیسانو او نورو مسوولینو په حضور کې معرفي شو او په کار یې پیل وکړ.

د عدلیې وزارت د مسلکي معین د معرفۍ مراسم د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول. د عدلیې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي، په دې مراسمو کې وویل چې په نظام کې مقرري، تغییر او تبدیل یو عادي امر او د حکومتولۍ اصل دی او ددې وزارت مسلکي معین ته یې د بریالیتوب دعا وکړه.

نوموړي د اسلامي امارت بریا او د اشغال پای ته په اشارې څرګنده کړه چې اوس زموږ د ټولو فریضه د اسلامي نظام ساتنه ده. شیخ صاحب زیاته کړه چې د نظام د ساتنې لپاره اصلي شرط اطاعت دی او د مخکیني نظام د ماتې له لاملونو څخه یو هم نه اطاعت و.

720

د عدلیې وزارت مسلکي معین شیخ عبدالکریم حیدر هم په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې تېر ۲۰ کلن جهاد تر ټولو زیات ویاړ دی او مهمه نه ده چې اوس څوک کوم رسمي موقف ولري. نوموړي د افغانستان ۲۰ کلن اشغال ته په اشارې ټینګار وکړ چې دغه اشغال په تاریخ کې مخینه نه درلوده ځکه د نړۍ تر ټولو زبرځواکو هېوادونو په یوه وخت افغانستان اشغال کړ او ددغو زبرځواکو هېوادونو ماتې د مجاهدینو په واسطه هم بې مخینه و چی د الله متعال په نصرت سره ترسره شوه.

شیخ عبدالکریم حیدر چې د عدلیې وزارت د مسلکي معین په توګه ټاکل شوی له دې مخکې د هرات د والي د مرستیال، د بادغیس د والي د مرستیال او په دوحه کې د اسلامي امارت د مرکچي پلاوي د غړي په توګه کار کړی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS