د عدلیې وزارت مسلکي معين د ميدان وردګ ولایت له عدلیې ریاست څخه ليدنه وکړه

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۹:۴۰
.

 د عدلیې وزارت د مسلکي معين، محترم شيخ الحدیث مولوي عبدالکريم حيدر په مشرۍ ولایتونو ته د یاد وزارت د پلاوي د سفرونو په لړ کې، یاد پلاوي د ربیع الثاني د مياشتې په ۳ مه نېټه، ميدان وردګ ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له عدلیې رياست څخه یې کتنه وکړه او خلکو ته، د یاد رياست د خدمتونو وړاندې کول یې هم له نږدې بررسي کړل.
د عدلیې وزارت محترم مسلکي معین او له هغه سره مل پلاوي د یاد ولایت، عدلیې ریاست له کارکوونکو او مسؤولینو سره په کتنه کې، هغوی ته د چارو ښه پرمخ وړلو او خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې توصیه وکړه او په دې هکله یې لازمې لارښوونې وکړې.

مؤظف پلاوي د یاد ولایت د عدلیې ریاست د کارکوونکو د فعالیت د څرنګوالي په بررسۍ سره، د کاري نیمګړتیاو لرې کولو په برخه کې هم هغوی ته لازمې توصیې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۲:۴۹
Background image

د غزني ولایت د عدلیې ریاست او مدافع وکیلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړېدل

د غزني ولایت عدلیې رياست او مدافع وکيلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته، د جمادی الأولی د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د عدلیې رئیس مولوي مطیع الحق عثمان په مشرۍ او د یاد ریاست نورو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۱:۲۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر موټر پلورنځيو نظارت کېدل

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادی الأولی د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز اړوند په پنځمه ناحيه کې له ۵ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۱:۲
Background image

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادی الألی د مياشتې په ۱۹ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د عدلیې رئیس مولوي فاتح الله فاتح او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

. . .

BACK TO NEWS