د عدلیې وزارت مسلکي معين د غزني له والي سره وکتل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۹:۳۱
.

 د عدلیې وزارت د مسلکي معين، محترم شيخ الحدیث مولوي عبدالکريم حيدر په مشرۍ ولایتونو ته د یاد وزارت د پلاوي د سفرونو په لړ کې، یاد پلاوي د ربیع‌الثاني د میاشتې په درېیمه نېټه د شنبې په ورځ غزني ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له سیمه ییزو مسؤولینو سره یې وکتل.

یاد پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د غزني له والي سره وکتل او د غزني ولایت د عدلیې ریاست سره یې د ولایت د مقام او نورو سیمه ییزو ادارو پر همکارۍ ټینګار وکړ.

د عدلیې وزارت پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د غزني ولایت له عدلیې ریاست څخه هم لیدنه وکړه او خلکو ته، د یاد رياست د خدمتونو وړاندې کول یې هم له نږدې بررسي کړل.

دغه راز د عدلیې وزارت مسلکي معین او له هغه سره مل پلاوي د غزني ولایت، عدلیې ریاست له کارمندانو او مسؤولینو سره په کتنه کې، هغوی ته د چارو ښه پرمخ وړلو او خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې توصیه وکړه او په دې هکله یې لازمې لارښوونې وکړې.

پلاوي د غزني ولایت د عدلیې ریاست د کارمندانو د فعالیت د څرنګوالي په بررسۍ سره، د کاري نیمګړتیاو لرې کولو په برخه کې هم هغوی ته لازمې توصیې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS