د عدلیې وزارت مسلکي معين د باميان له والي سره وکتل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۱:۴۷
.

د عدلیې وزارت د مسلکي معين، محترم شيخ الحدیث مولوي عبدالکريم حيدر په مشرۍ ولایتونو ته د یاد وزارت د پلاوي د سفرونو په لړ کې، یاد پلاوي د ربیع‌الثاني د میاشتې په ۴ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، باميان ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له سیمه ییزو مسؤولینو سره یې وکتل.

یاد پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د باميان ولایت له والي سره وکتل او د یاد ولایت له عدلیې ریاست سره یې د ولایت د مقام او نورو سیمه ییزو ادارو د همکارۍ په اړتیا ټینګار وکړ.

د عدلیې وزارت یاد پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د باميان ولایت له عدلیې ریاست څخه هم لیدنه وکړه او خلکو ته، د یاد رياست د خدمتونو وړاندې کول یې هم له نږدې بررسي کړل.

دغه راز د عدلیې وزارت مسلکي معین او له هغه سره مل پلاوي د باميان ولایت، عدلیې ریاست له کارمندانو او مسؤولینو سره په کتنه کې، هغوی ته د چارو ښه پرمخ وړلو او خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې توصیه وکړه او په دې هکله یې لازمې لارښوونې وکړې.

پلاوي د باميان ولایت د عدلیې ریاست د کارمندانو د فعالیت د څرنګوالي په بررسۍ سره، د کاري نیمګړتیاو لرې کولو په برخه کې هم هغوی ته لازمې توصیې وکړې

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۳۶
Background image

د پکتيکا د عدلیې ریاست او د معاملاتو لارښوونې دفترونو یو شمېر استازو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس، مولوي لاهور خان وفادار د دغه ولایت د معاملاتو لارښوونې دفترونو له یو شمېر استازو سره د عدلیې ریاست په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې، چې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۳۱
Background image

په ارزګان ولایت کې ۸ موټر پلورنځي د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د ارزګان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۳مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، ترينکوټ ښار کې له ۲۱ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۲۶
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په پروان ولایت کې د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت په بېلابېلو ساحو کې د معاملاتو لارښوونې له ۷ دفترونو څخه نظارت. . .

BACK TO NEWS