د عدلیې وزارت سرپرست د دې وزارت له ریاستونو او شعبو څخه لیدنه وکړه

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۴ - ۱۵:۵۲

د افغانستان.ا.ا د عدلیې وزارت سرپرست محترم الحاج مولوي عبدالحکیم شرعي، د دې وزارت له ریاستونو او شعبو څخه لیدنه وکړه او د وزارت د بېلابېلو څانګو له کارکوونکو سره یې له نږدې وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.

د عدلیې وزارت سرپرست د دې وزارت له کارکوونکو څخه وغوښتل چې په سمه توګه خپلو دندو ته حاضر شي او خپلې دندې په صادقانه توګه ترسره کړي.

محترم شرعي د عدلیې وزارت د ودانۍ او چاپېریال د پاکوالي په منظور اړوندو مسئولینو او کارکوونکیو ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS