د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو اداري ناسته ترسره شوه

waheed
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲ - ۱۳:۳۵

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو اداري ناسته د روان هجري لمریز کال د غویي په ۲۸ نېټه د چهارشنې په ورځ د دې وزارت د مسلکي معین شیخ عبدالکریم حیدر په مشرۍ ترسره شوه.

په دې ناسته کې د مرکزي رئیسانو د اداري ناستو پر نېټې، په خپل سر ادارو ته د لیکونو لیږلو څخه مخنیوی، په مرکز او ولایاتونو کې د اسلامي امارت د لوګو کارول، د مربوطه رئیس له خبريدو پرته د اجیرانو نه منفکول، او نورو برخو باندې خبرې وشوې.

په دې ناسته کې پریکړه وشوه چې د عدليې وزارت د مرکزې رئیسانو ناسته به وروسته له دې د سهار پر ۸:۳۰ بجو ترسره کیږي. په همدې توګه پریکړه وشوه چې د دې وزارت له رسمي آدرس څخه په خپل سر د مکتوبونو لیږلو څخه ډډه وشي.

د اسلامي امارت د لوګو کارول په مرکز او ولایاتونو کې، تصمیم و نیول شو چې د خپرونو ریاست دې موضوع له قانون جوړونې ریاست سره شریکه کړي او یو ګډ اصول دې جوړ کړي. په همدي توګه په دې ناسته کې د اجیرانو د منفکې په اړه د ادارې اصولو په تعقیبولو باندې ټینګار وشو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۰:۳۱
Background image

په عدلیې وزارت کې ثبت شويو خيريه بنسټونو په تېر یوه کال کې له اړمنو سره څه دپاسه یو میلیارد افغانۍ مرستې کړې دي

 د اسلامي امارت په عدلیې وزارت کې ثبت شويو خيريه بنسټونو د ۱۴۰۳ هـجري لمریز کال په ترڅ کې د اړوندو ادارو په همغږۍ د هېواد په کچه اړمنو ته د رسیدګۍ لپاره څه‌باندې ۱ميليارد او ۱۱۰ميليونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۲:۲
Background image

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د رياست نوی رئيس معرفي شو

 د عدلیې وزارت د کارکوونکو د چارو رئيس، محترم مفتي رحمت الله حليم د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد وزارت د مدافع وکیلانو د رياست  نوی رئيس چې د عدلیې وزارت د وړاندیز او د رياست الوزرا د عالي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۱:۵۳
Background image

په پکتیا ولایت کې د سرو زرو له یو شمېر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د صفر‌المظفر د مياشتې په ۴مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او د زرګرانو اتحادیې د استازو په ګډون د دغه ولایت د څمکنۍ. . .

BACK TO NEWS