د عدلیې وزارت د قانون جوړونۍ د چارو انستېتوت مرستیال او د جزائي قوانینو د دیپارتمنت رئیس ور وپېژندل شول

waheed
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۷ - ۱۲:۳۱

د عدلیې وزارت د قانون جوړونۍ او د علمي- حقوقي څېړنو د چارو د انستېتوت د ریاست مرستیال او د دې ریاست د جزائي قوانینو د دیپارتمنت رئیس چې د دې وزارت د وړاندیز پر بنسټ او د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د عالي مقام په منظورۍ ټاکل شوي دي د روان هجري قمري کال د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې  د قانون جوړونۍ د چارو د انستېتوت د لوی رئیس مفتي فضل هادي صاحب زاده په واسطه د دې ریاست نورو رئیسانو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شول او په کار یې پېل وکړ.

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د عالي مقام د حکم پر بنسټ، محترم مولوي رکن الدین په دوه ېمه رتبه بست کې د قانون جوړونۍ او د علمي-حقوقي  څېړنو د چارو دانستېتوت د لوی ریاست د مرستیال په توګه او محترم اشرف خان عظیمي په دوه ېمه رتبه بست کې د دې ریاست د جزائي قوانینو د ديپارتمنت د رئیس په توګه ټاکل شوي دي.

د قانون جوړونۍ د چارو د انستېتوت لوی رئیس محترم مفتي فضل هادي صاحب زاده د دې ریاست د مرستیال او دجزائي قوانینو دیپارتمنت د رئیس د ورپېژندنۍ په وخت کې په ادارې نظام کې د چارو د ښه والي په منظور ټاکنې او بدلونونه یو اصل وباله او د دې ریاست د پخواني مرستیال او د جزائي قوانینو د دیپارتمنت د پخواني رئیس کړنې وستایلې.

هغه د دې ریاست مرستیال او دجزائي قوانینو د دیپارتمنت د رئیس د نویو دندو مبارکي وویله او د هغوی له پاره یې د بریالیتوب هیله وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS