د عدلیې وزارت د شپږو تشو بستونو له غوښتونکو څخه د آزموینې اخیستل

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۱۴:۲۹
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۲ نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه وزارت د قوانینو د طرحې د پروژې د (NTA) شپږو بستونو له نوماندانو څخه د آزموینې اخیستلو برنامه جوړه کړه.

په دغې برنامې کې د عدليې وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي رحمت الله حلیم، د قوانینو د طرحې پروژې مسؤلینو او د یاد وزارت نورو مسؤلینو برخه واخیسته او د آزموینې له بهیر څخه یې څارنه وکړه.

د دغو بستونو ترلاسه کولو لپاره ۶۱ تنه شارت لست شوې وو او له هغوی څخه ۵۲ تنو په دغې آزموینه کې برخه واخیسته او د دغو بستونو ترلاسه کولو له پاره یې رقابت وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندوز ولایت کې ۲ دارالوکالې د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول

 په کندوز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په کندوز ښار کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د روژې د مياشتې په ۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دارالوکال. . .

BACK TO NEWS