د عدلیې وزارت د درېیو مرکزي ریاستونو نويو رئیسانو په خپل کار پیل وکړ!

waheed
پنجشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۳ - ۱۲:۴۶

د عدلیې وزارت په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا‌‌ء ستر مقام په منظورۍ سره د نوموړي وزارت د درېیو ریاستونو لپاره نوي رئیسان وګمارل شول، او په خپل کار یې رسماً پیل وکړ.

د ا.ا.ا د ریاست الوزراء ستر مقام د حکم پر بنسټ محترم مولوي صاحب محمد نور د لومړۍ رتبې په بست کې د عدلیې وزارت د امارت د قضایاوو د عمومي ریاست د رئیس په توګه، محترم مولوي صاحب قابل محمد د دویمې رتبې په بست کې د عدلیې وزارت د پلټنې ریاست د رئیس په توګه او د عدلیې وزارت مخکنی معین قانونوال محترم عبدالمجید غني زاده د دویمې رتبې په بست کې د نوموړي وزارت د قانون جوړونې او حقوقي علمي څېړونو د چارو انستیتوت په عمومي ریاست کې د تعلیمي، فرهنګي او صحت د ډیپارټمنټ د رئیس په توګه وګمارل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS