د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو د نوي رئيس معرفي

hakeem_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۳:۴۳
.

د عدلیې وزارت مالي او اداري معین مولوي عبدالغني فايق د یوې غونډې په ترڅ کې د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو د ریاست نوی رئيس چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزرا د عالي مقام د منظورۍ په اساس تعیین شوی دی، کارمندانو ته وروپېژنده.

په دې غونډه کې چې د روژې د مياشتې په ۲۷ مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزارت د بېلابېلو برخو رئیسانو او مسؤولینو په  ګډون سره جوړه شوه، مفتي احمدضیا خبیب د حقوقي مرستو د نوي رئیس په توګه معرفي شو.

په یاده غونډه کې د عدلیې وزارت مالي او اداري معین د خپلو خبرو په ترڅ کې، نوي رئیس ته د مبارکۍ ترڅنګ له هغه څخه وغوښتل چې د مسؤوليتونو په ترسره کولو او خلکو ته د خدمت په برخه کې له هېڅ ډول هلو ځلو ډډه و نه کړي.

نوموړي زياته کړه، نظام او هېواد  هغه وخت پرمختګ کولی شي چې مسؤولين یې په صفا نيت او اخلاص سره کار وکړي او له خپلو مشرانو څخه په سمه توګه اطاعت وکړي.

هغه په خپل خبرو کې وويل، چې د افغانستان ولس په تېرو شلو کلونو کې ډېره قرباني ورکړې او د دوی ټولې ستونزې په اتفاق سره حل کېږي او اسلامي امارت کوښښ کوي چې ستاسو له طریقه د خلکو په منځ کې لا زيات اتفاق او اتحاد رامنځته کړي.

له بلې خوا په ياده غونډه کې د عدلیې وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي رحمت الله حلیم، په نظام او اداره کې تغییر او بدلون یو اصل وباله او نوي رئيس ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو نوی رئیس مفتي احمد ضیا خبیب، له دې وړاندې د یاد وزارت د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړولو آمر په حیث کار ترسره کړی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS