د عدلیې وزارت د تقنیني ستاژ برنامې له شپږمې دورې څخه د ۶۴ تنو فراغت

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۱۴:۶
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د یاد وزارت د تقنیني ستاژ د ۶۴ تنو ستاژرانو د فراغت مراسم پر ځای کړل او هغوی ته یې د فراغت سندونه ورکړل.

په دغو مراسمو کې چې د رجب المرجب د میاشتې په ۳۰ نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوو، مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر، د قانون جوړونۍ د چارو د عمومي ریاست مرستیال او سرپرست مولوي رکن الدین عتیق، د قوانینو د مطالعې او تشریح دیپارتمنت رئیس محمد ادریس برمک او د یاد وزارت نورو مسؤولینو او ستاژرانو حضور درلود.

د عدلیې وزارت مسلکي معین په دغو مراسمو کې د ستاژارنو د فراغت مبارکۍ ترڅنګ، خلکو ته د خدمت په لاره کې له پوهې څخه د ګټې اخیستنې او د عدالت په پلي کېدو ټینګار وکړ. نوموړي ټینګار وکړ چې د یادې دورې زده کړې څخه د ستاژرانو موخه او نیت، پیسې او مقام نه بلکې ولس ته خدمت او دنیوي او اخروي مسؤولیت ترسره کول و اوسي.

نوموړي له ستاژرانو څخه وغوښتل چې له عدلیې وزارت څخه چې سند یې په لاس کې لري په ښه توګه استازیتوب وکړي او د پوهې ترڅنګ، په ښو او حسنه اخلاق سمبال شي.

په یادو مراسمو کې د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو د عمومي ریاست مرستیال د علم او پوهې د ارزښت او اسلامي ټولنې لپاره د هغو د اړتیا په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د یادې پوهې له زده کړې څخه د ستاژرانو موخه، د الله تعالی د رضا ترلاسه کول و اوسي.

په دغو مراسمو کې د عدلیې وزارت مقاماتو د تقنیني ستاژ د ښوونکو قدرداني وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د یادې دورې فارغان د اړوندو ادارو په تقنیني برخو کې لازم بدلونونه رامنځته کړي.

یاد مراسم ستاژرانو ته د عدلیې وزارت مسؤولینو په واسطې د تصدیق پاڼو په ویشلو سره پای ته ورسیدل. د تقنیني ستاژ په دغې دوره کې د اداراتو او په شرایطو برابرو څانګو د فارغانو په شمول ۶۴ تنو ګډون درلود او یاده برنامه یې په بریالیتوب سره پای ته ورسوله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۳ - ۱۵:۲۱
Background image

یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل شول

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو ریاست د شعبان د میاشتې په ۲۱ نېټه د یکشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۳ - ۱۵:۴
Background image

په ننګرهار پوهنتون کې د دفاع وکالت په اړه یوه ورځنۍ معلوماتي برنامه جوړیدل

د ننګرهار ولایت عدليې رياست د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو او حقوقو پوهنځيو ۴۵ تنو محصلينو ته د دفاع وکالت په هکله یو ورځنۍ معلوماتي برنامه جوړه کړه.

دغه برنامه د شعبان د مياشتې په ۱۸ مه. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۱
Background image

کابل کې له ۲۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

د عدليې وزارت د مدافع وکيلانو رياست د کابل ښار په لومړي او دوه یمې ناحيو کې له ۲۰ دارالوکالو څخه بررسي او نظارت ترسره کړ.

د مدافع وکیلانو رياست د نظارتي هئيت له لوري په دغه نظارت او. . .

BACK TO NEWS