د عدلیې وزارت د بهرنیو اړیکیو رئیس معرفي شو

waheed
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۲ - ۱۵:۲۱

محترم مولوي صاحب محمد شریف جهادیار چې د ریاست الوزراء د مقام د حکم پربنسټ د عدلیې وزارت د بهرنیو اړیکیو د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی دی، د ۱۴۰۰ د کب په ۲۲ مه د یکشنبې په ورځ په رسمي توګه د دې ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
د عدلیې وزارت د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي رحمت الله حلیم، د بهرنیو اړیکیو د رئیس د پېژندنې ترڅنګ نوموړي ته د نوی دندې مبارکي وویله او هغه ته یې د لا بریالیتوب هیله وکړه.
مولوي محمد شریف جهادیار یو علمي شخصیت دی او د دیني علومو ترڅنګ یې، عصري علوم هم په بېلا بېلو پوهنتونونو کې ویلي دي. نوموړي د اسلامي امارت په مختلفو برخو کې دنده ترسره کړې او په اداري کار کې هم کافي تجربه لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندوز ولایت کې ۲ دارالوکالې د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول

 په کندوز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په کندوز ښار کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د روژې د مياشتې په ۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دارالوکال. . .

BACK TO NEWS