د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست او د کابل ښار د زرګرانو اتحاديې مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۵:۱۳
.

 د عدلیې وزارت د انسجام ریاست عمومي رئيس مفتي احمد ضياء خبیب د رجب المرجب د مياشتې په ۲۸ نېټه د چهارشنبې په ورځ، د کابل ښار د زرګرانو اتحادیې له مسؤولينو او د زرګرانو یو شمېر مارکېټونو له استازو سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه.
په دې ناسته کې مفتي احمد ضياء خبیب د خپل خبرو په ترڅ کې ټينګار وکړ چې دعدلیې وزارت له په اساس له ټولو اتحادیو سره همکار دی او کوښښ کوي چې د هغو ټولو ستونزو ته په وخت رسېدنه وکړې.
همدارنګه، نوموړي په افغانستان کې په نړیوالو معيارونو او عيار د طلا برابرېدل، د زرګرۍ په دوکانونو کې د معاملاتي بارکود او د لایزري مهر شتون مهم وبلل او ټينګار یې وکړ چې، هيڅوک حق نه‌لري چې ټيټ عیار طلا په دوکان کې وساتي او د سرغړونې په صورت کې به له سرغړونکو سره قانوني چلند ترسره شي.
په دې ناسته کې د کابل ښار د زرګرانو اتحادیې رئیس د یادې اتحادیې د لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او زياته یې کړې چې د اتحادیې رامنځته کېدو راهیسې د زرګرانو ګڼ شمېر ستونزې حل شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS