د عدليې په وزارت کې د تهیې او تدارکاتو د مدیریت د زده کړییزې برنامې پای

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۶ - ۱۱:۲۲
.

د تهيې او تدارکاتو د مدیریت زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د بشري سرچینو د ریاست له لوري د ۳۳ ولایتونو د عدليې ریاستونو د تهیې او تدارکاتو مدیرانو لپاره د عدلیې په وزارت کې جوړه شوې وه، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۰ نېټې د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسیده.

د یادې برنامې په پاي کې د عدليې وزارت د تقنین لوی رئیس مفتي فضل هادي صاحبزاده، د بشري سرچینو رئیس مولوي رحمت الله حلیم، د زده کړو آمر، ښوونکو او د یاد ریاست نورو مسؤلینو برخه اخیستې وه.

د عدليې وزارت د تقنین رئیس په دغې برنامې کې د ګډونوالو له فعالې برخې اخیستنې څخه مننه او قدرداني څرګنده کړه او له لوی څښتن تعالی څخه یې استدعا وکړه چې د هغوی هڅې او هاندونه د خپل په دربار کې قبول کړي. نوموړي هیله څرګنده کړه چې دغه برنامه هغوی له پاره ګټوره اوسیدلې وي او د هغوی د کارونو پرمخ وړلو کې اغیزمنه واوسي.

د عدلیې وزارت د تقنین رئیس د دغې برنامې برخه اخیستونکو ته توصیه وکړه چې د خپلو کارونو په ترسره کولو کې له بشپړ صداقت او ایماندارۍ څخه کار واخلي او خپل کارونه په امانت دارۍ او له اسلامي شریعت سره سم ترسره کړي.

په دغې برنامې کې چې د څلورو ورځو له پاره جوړه شوې وه، د افغانستان د ۳۳ ولایتونو د عدلیې ریاستونو د تهیې او تدارکاتو مدیران بلل شوي وو او هغوی ته د تهیې او تدارکاتو د مدیریت، د اداري مراسلاتو او د دوسیه بندۍ د څرنګوالي په اړه زده کړې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS