د عدليې وزیر په افغانستان کې د ترکيې له سفیر سره وکتل او خبرې يې ورسره وکړې

waheed
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۳۱ - ۹:۱۸
د عدليې وزیر په افغانستان کې د ترکيې له سفیر سره وکتل او خبرې يې ورسره وکړې

 د ۱۳۹۸کال د وږي ۲۶

د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدليې وزیر جلالتمآب ډاکتر عبدالبصیر انور په افغانستان کې د ترکيې جمهوریت له سفیر ښاغلي اوزان آرطغرل سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او خبرې يې وکړې.

په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو په دوام باندې د ټینګار په ترڅ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدليې وزارت او د ترکيې جمهوریت د عدليې وزارت ترمنځ د متقابلو همکاریو په باره کې خبرې يې وکړې.

د هېواد د عدليې وزیر په بیلا بیلو برخو کې له دغو وزارت سره د ترکيې جمهوریت د همکاریو له امله مننه او قدرداني وکړه او له دغه وزارت سره يې د خپلو همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ترکيې سفیر ژمنه وکړه چې د ترکيې جمهوریت په حقوقي، سوداګریزو، د انسان د قاچاقو او د مهاجرینو له قاچاقو سره د مبارزې او د مجرمینو د استرداد په برخو کې له دغه وزارت سره خپلې همکاریو پیاوړې کوي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۱۰
Background image

د عدلیې وزارت د قانون جوړونۍ او د علمي – حقوقي څېړنو د چارو لوی ریاست مرستیال معرفي شو

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ربیع الآخر د میاشتې په ۱۴ نېټه د یکشنبې په ورځ د یوې ناستې په ترڅ کې د یاد وزارت د قانون جوړونۍ او د علمي – حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۴۶
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې او موټورپلورنځیو ۳ دفترونه وتړل شول

 د ننګرهار ولایت عدلیې ریاست د معاملاتو لارښوونې او د موټرپلورنځیو له فعالیت څخه د نظارت او د یاد ولایت په کچه د مراجعینو شکایتونو ته د رسیدګۍ په ترڅ کې، د معاملاتو لارښوونې او موټر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۵
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۱مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د درېیمې، څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو. . .

BACK TO NEWS