د عدليې وزارت په څه‌باندې درې نيمو کلونو کې ۸۳۲ تنو ته د دفاع وکالت جوازونه ورکړي دي

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۰:۲۸
.

 د عدليې وزارت د اسلامي امارت له بيا حاکميت راهیسې د ۱۴۰۳ هجري لمريز کال تر پای پورې، ۸۳۲ تنو نویو مدافع وکيلانو ته، له ازموينې او قانوني مراحلو تېرولو وروسته د فعالیت جوازونه ورکړي دي.

همداراز دغه وزارت په همدې موده کې د ۱ زرو ۵۱۱ تنو مدافع وکيلانو د فعالیت جوازونه تر ارزونې وروسته تمديد کړي دي چې اوسمهال په ټول هېواد کې ۲ زره او ۳۴۳ تنه مدافع وکيلان فعاليت لري.

د عدليې وزارت د مدافع وکيلانو له فعاليت څخه هم په منظم ډول نظارت کړی چې په مجموع کې ۹۱۵ دارالوکالې تر نظارت لاندې نيول شوي دي او ۴۱ دارالوکالې د سرغړونو له امله په مرکز کې تړل شوې دي. دغه‌راز له ۱۴۰ زياتو مدافع وکيلانو ته توصیه شوې او اخطار ورکړل شوی تر څو له اصولو او قوانينو سره سم فعالیت ترسره کړي.

د عدليې وزارت د مدافع وکيلانو رياست هم د مدافع وکيلانو ۱۱۳ شکايتونو ته رسیدګي کړې او نور شکايتونه او ستونزې تر بررسۍ لاندې دي. د مدافع وکيلانو د کمېسيون درې ناستې د اسلامي امارت د عدليې وزير، محترم شيخ الحديث مولوي عبدالحکيم شرعي په مشرۍ جوړې شوي او په بېلابېلو برخو کې د مدافع وکيلانو ستونزې په‌کې تر بررسۍ لاندې نیول شوي او د حل لارې ورته پيدا شوي دي.

د عدليې وزارت تر دې مهاله د دفاع وکالت څلور دورې ورودي ازموینې اخيستي چې ۲ زرو ۱۲۱ تنو په‌کې ګډون کړی او د ګډونوالو له‌ مجموعې څخه ۱ زرو ۷۱۸ تنه بريالي شوي او د جواز اخيستو لپاره په شرایطو برابر پېژندل شوي دي.

د دفاع وکالت جواز غوښتونکو لپاره هم د دفاع وکالت د ستاژ دوه دورې تر سره شوي او له هغو څخه ۲۸۴ تنه فارغ شوي دي.