د عدليې وزارت له کارمندانو څخه د دیني زده کړو آزموینه واخیستل شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳۱ - ۱۰:۳۸
.

د عدليې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د صفر المظفر د میاشتې په ۴ نېټه د دوشنبې په ورځ د عدليې وزارت له سلګونو مرکزي کارمندانو څخه د دیني زده کړو آزموینه واخیسته.

د یادې برنامې په پرانیسته کې د عدليې وزارت مسلکي معین او د یاد وزارت یو شمېر نورو مسؤلینو حضور درلود او د دیني زده کړو له پاره د خلکو او په ځانګړې توګه د دولتي کارمندانو د اړتیا په اړه خبرې وکړې.

د عدليې وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په یادې برنامې کې وویل چې افغانانو هغو لویدیځوالو ته چې غوښتل يې افغانستان اشغال کړي او خپله قرارګاه ورځني جوړه کړي، غاښ ماتونکی ځواب ورکړ او اسلام یې افغانستان ته یو ځل بیا اعاده کړ.

نوموړي ټینګار وکړ چې موږ په ادارو کې د حکومتي مسؤلیت سربېره، مسؤلیت لرو چې د کارمندانو د دیني ظرفیت لوړولو په منظور اسلامي زده کړي هم هغوی ته وړاندې کړو.

د عدليې وزارت مسلکي معین وویل چې د اسلامي علومو زده کړې زموږ د ټولو کارونو اساس دی او دا په دې معنا نه ده چې تر دې دمه په اسلام نه پوهیدلو او اوس مو پیل کړی، ځکه د افغانستان ټول ولس اسلامي او شرعي عقیده او باور لري خو د اسلامي علومو زده کړې زموږ ټولو له پاره یوه وجیبه ده او هرڅومره چې زیاتې زده کړې په کې ترسره کړو بیا هم لږ دي.

نوموړي د عدلیې وزارت له کارمندانو څخه وغوښتل چې په دغه وزارت کې د اسلامي علومو د زده کړو له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه پورته کړي او دغه زده کړې ترسره کړي. دغه راز نوموړي د عدليې وزارت له کارمندانو څخه له نبوي سنت سره سم د خپل سیرت او صورت برابرولو له امله د قدردانۍ ترڅنګ هغوی له پاره د بریاوو هیله وکړه.

له بل لوري د عدلیې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مفتي محمد زرین ساجد هم په دغې برنامې کې خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د دیني زده کړو د برنامو جوړول د یاد ریاست مسؤلیت دی او په رسمي وختونو کې ترسره کیږي.

نوموړي له کارمندانو څخه وغوښتل چې دیني زده کړو ته په لیوالتیا سره دوام ورکړي او په کاري چارو کې هم صداقت، اخلاص او تقوا غوره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS