د عدليې وزارت له معینانو، مرکزې رییسانو او کارکوونکو سره ددغه وزارت د سرپرست د ناستو جوړیدل

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۷ - ۱۰:۱۱

د عدليې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د رجب المرجب میاشت په ۱۴ نېټه د یکشنبې په ورځ د عدليې وزارت په مقر کې ددغه وزارت له معینانو او مرکزې رییسانو او کارکوونکو سره په دوه جلا ناستو کې وکتل.

په یادو ناستو کې د عدليې وزارت سرپرست ددغه وزارت رییسانو او کارکوونکو ته د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه مقام امیرالمومنین حفظه الله موقف او پالیسي بیان کړه.

د عدليې وزارت سرپرست ددغه وزارت کارکوونکو ته امر وکړ چې خپل کارونو کې اخلاص، جدیت او پاملرنه وکړي. دغه راز نوموړي د یاد وزارت کارکوونکو ته په نورو مهمو برخو کې توصیه وکړه او خپل کارونو او مسوولیتونو ته يې متوجه کړل.

ددغه وزارت له مرکزي رییسانو سره د وزارت د سرپرست په ناسته کې پریکړه وشوه چې مولوي عبدالغني فایق مالي او اداري معین او شیخ عبدالکریم حیدر ددغه وزارت مسلکي معین، خپل اړوندو ریاستونو قوانینو او مقررو څخه بیا کتنه وکړي.

دغه راز په یاده ناسته کې یوه کمېټه د یاد وزارت د مسوولینو او مشرتابه د مالي او اجناسو تصفیه په منظور تعیین شوه چې ددغه وزارت مالي او اداري رییس يې مشري په غاړه لري او  د داخلي پلټنې رییس، د اجناسو آمر، د تدارکاتو آمر او د مالي او اداري ریاست یو تن مسلکي غړی په یاده کمېټه کې غړیتوب لري.

دغه کمېټه دنده لري چې ترڅو قید شوي اجناس او د یاد وزارت د مشرتابه او مسوولینو مالي حسابونه تصفیه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شوو

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS