د عدليې وزارت د نوي مالي او اداري معین د دغه وزارت له مرکزي رییسانو سره د پېژندګلوۍ د ناستې جوړیدل

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۵ - ۱۱:۳
..

د عدليې وزارت نوي مالي او اداري معین مولوي عبدالغني فایق د ربیع الاول میاشت په ۳۰ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه وزارت له مرکزي رییسانو سره د پيژندګلوۍ ناسته جوړه کړه.

ناسته د کلام الله مجید د څو ایاتونو په تلاوت سره پېل شوه او بیا د عدليې وزارت د بشري سرچینو رییس مولوي رحمت الله حلیم د یاد وزارت نوي معین ته د دغه وزارت مرکزي رییسان معرفي کړل.

په دغې ناسته کې، د عدليې وزارت نوي معین مولوي عبدالغني فایق د دغه وزارت د مرکزي رییسانو په پېژندګلوۍ خوښي څرګنده کړه او د دغه وزارت مرکزي رییسانو ته يې د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ سپارښتنه وکړه.

1

په دغې ناسته کې د عدليې وزارت معین د اسلامي امارت د مشرتابه مقاماتو د اوامرو پر اطاعت ټینګار وکړ؛ ويې ویل چې په اسلامي امارت کې د مقاماتو له اوامرو څخه اطاعت له پیل راهیسۍ شتون درلود او لازم دی چې د مشرتابه مقام له لارښوونو او لید لورو څخه اطاعت وشي. نوموړي زیاته کړه پر دغه اساس چې اسلامي امارت کې ټاکل د تقوا پر اساس صورت مومي، هیڅ څوک د امیرالمومنین حفظه الله لخوا پر تعییناتو، اعتراض نه کوي.

د عدليې وزارت معین وویل چې موږ باید په ټولو برخو کې د اسلامي امارت تابع اوسو او هڅه وکړو چې د دښمنانو د تبلیغاتو ښکار نشو. هغه ژبه د افهام او تفهیم وسیله وبلله او د دغه وزارت له مرکزي رییسانو څخه یې وغوښتل چې له قومي، ژبني او سمتي تبعیض او تعصبونو څخه ډډه وکړي او دغه راز تعصبونو پای ته ورسوي چې له کلنو راهیسۍ زموږ په هېواد کې روان دي.

دغه راز هغه د یاد وزارت مرکزي رییسانو ته توصیه وکړه چې د چارو په سرته رسولو کې له نیکو اخلاقو څخه کار واخلي او پرته له دې چې تعلقات په پام کې ونیسي خپل مسوولیتونه ادا کړي.

   

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS