د عدليې وزارت د مرکزي رییسانو د اداري ناستې جوړیدل

hakeem_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۳۰ - ۱۰:۲۹
.

د اسلامي امارت د عدليې وزارت د مرکزي رییسانو اداري ناسته د ربیع الثاني میاشت په ۲۵ نېټه د یکشنبې په ورځ د مالي او اداري معین مولوي عبدالغني فایق په مشرۍ او ددغه وزارت د مرکزي رییسانو او مسوولینو په ګډون ددغه وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د مدافع وکیلانو د انجمن د لګښتونو او اړوندو چارو په اړه د موظفې کمېټې د اماده شوې طرحې، د بې سندو (یو کیلي) موټرو پېر او پلور کې د معاملو د لارښوونو منځګړیتوب، د عدليې وزارت د کارکوونکو د رتبې تفویض د هغوی د جهاد دورې سره سم او په همدې توګه د عدليې وزارت د ۱۴۰۲ کال د تشکیل په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه.

.

په یاده ناسته کې، د مدافع وکیلانو رییس مولوي سید حبیب الحبیب په مرکز او زونونو کې د مدافع وکیلانو د انجمن د ودانۍ د کرایې، د ساتونکو معاشونو، د بریښنا پیسې او باقیاتو او نورو مواردو په اړه د  موظفې کمېټې له لورې جوړه شوې طرحه وړاندې کړه او د ناستې ګډونوالو په دغې برخه کې خپل نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل. په یاده ناسته کې پرېکړه وشوه چې په دغې ناسته کې مطرح شوي نظریات او وړاندیزونه په یاده طرح کې ځای پر ځای شي او په راتلونکې ناسته کې وړاندې شي.

.

دغه راز په یاده ناسته کې د بې سندو (یو کیلي) موټورو پېر او پلور کې د معاملو د لارښوونو منځګړیتوب په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې د عدليې وزارت د معاملو د لارښوونو رییس د کورنۍ چارو وزارت او د ترافیکو له ریاست سره مشوره وکړي او په دغې برخه کې معلومات راټول کړي ترڅو په راتلونکې ناسته کې له هغو سره سم پریکړه وشي.

.

دغه راز په یاده ناسته کې د عدليې وزارت د هغه شمېر کارکوونکو چې تېرو شلو کلنو کې يې جهاد کړی دی د هغوی جهادې دورې سره سم د رتبې د تفویض په اړه  بحث وشو، او اړوندو مسوولینو ته دنده وسپارل شوه چې په دغې برخه کې معلومات راټول او په راتلونکې ناسته کې يې وړاندې کړي ترڅو په دغې برخه کې تصمیم ونیول شي.

.

په یاده ناسته کې د عدليې وزارت د ۱۴۰۲ کال د تشکیل په اړه هم بحث وشو او پرېکړه وشوه چې تشکیل به د مرکزي او ولایتي ریاستونو د نظریاتو له راټولولو او د هغو د اړتیاوو له پام کې نیولو  څخه وروسته جوړ شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS