د عدليې وزارت د مرکزي رییسانو اداري غونډه جوړه شوه

waheed
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۳ - ۱۵:۱
..

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مرکزي رییسانو اداري ناسته د صفرالمظفر میاشتې په ۲۹ نېټه د یکشنبې په ورځ د مسلکي معین عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د دې وزارت د مرکزي رییسانو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې د عدليې وزارت د اجیرانو د اضافه کارۍ او د دغه وزارت د مرکزي ریاستونو د انټرنټ د ویش په اړه خبرې وشوې.

په یاده غونډه کې د عدليې وزارت مرکزي رییسانو ته لارښوونه وشوه چې د اضافه کارۍ د مستحقه اجیرانو نوملړ او د هغو کارکوونکو لست چې انټرنټ ته اړتیا لري تیار کړي ترڅو په دې برخه کې اجراآت وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS