د عدليې وزارت د درېو تشو بستونو رقابتي آزموینه جوړه شوه

hayat_admin
سه شنبه, جنوري 24 2023 2:44 PM
.

د عدليې وزارت د تقنین لوی ریاست د درېو تشو بستونو رقابتي آزموینه د رجب المرجب میاشت په ۱ نېټه د دوشنبې په ورځ ددغه وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په یاده آزموینه کې ۴۲ تنو نوماندانو ګډون کړی وو او خپلوکې يې په یو د پښتو مصحح دریم بست او دوه د دري مصحح دریم بستونو رقابت وکړ.

دغه آزموینه د بشري سرچینو د رییس، د رسمي سندونو د ژباړې او تصدیق بورډ د رییس، دداخلي پلټنې د رییس او ددغه وزارت د نورو مقاماتو په حضور سره جوړه شوه او په پام کې ده چې پایلې يې ډېر ژر اعلام شي.

تازه خبرونه

شنبه, جنوري 28 2023 3:31 PM
Background image

کابل ولایت کې د معاملو د لارښوونې ۳۲ دفترونه د غیرقانوي فعالیت په دلیل وتړل شول

د عدلیې وزارت د معاملو د لارښوونې او د عریضې لیکوونکو د چارو ریاست د ۱۴۰۱ کال د مرغومي میاشت په ترڅ کې د معاملو د لارښوونې له ۱۹۵ دفترونو څخه په کابل ولایت کې نظارت او بررسي ترسره کړه. . .

شنبه, جنوري 28 2023 3:22 PM
Background image

دایکندي او سرپل ولایتونو کې څه دپاسه ۱۴۳ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

د دایکندي او سرپل ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو دغو ولایتونو کې له ځینو سیمو څخه لیدنه وکړه او څه دپاسه ۱۴۳ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه.

د دایکندي ولایت تخنیکي  هیئت. . .

پنجشنبه, جنوري 26 2023 1:14 PM
Background image

نږدې ۸۷۰۰۰ جریبه ځمکه بادغیس ولایت کې بررسي شوه

د بادغیس ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت دغه ولایت کې له ځینو ساحو څخه لیدنه وکړه او ځمکې يې بررسي کړې.

یاد هیئت لامان او بند سبزک کلیو ته ولاړ او د پشته لامان ځمکې يې چې په. . .

BACK TO NEWS