د عدليې وزارت د امارت د قضایاوو لوی ریاست خبرتیا

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۰ - ۱۹:۵۴

د مرکز او ولایاتو د معاملاتو د لار ښوونې مالکینو ته خبر ور کول کیږي چې د معاملاتو د اجرأ په وخت کې لاندې نکاتو ته دقت او د معاملاتو د اجرأ په وخت کې یي عملي کړۍ:
د معاملاتو د لار ښوونې مالکین د معاملاتو د اجرأ په وخت کې له دقت څخه کار واخلي ترڅو هغه معامعلات چې د افرادو او اشخاصو په منځ کې تر سره کیږي (ځمکه ، کور ، اپارتمان ، تجارتي کورونه ، دکان ، موټر او داسې نور ) باید اسناد یي په دقت سره وکتل شی که چیرته قانوني او شرعي اسناد  د معاملاتو  د لارښوونې د قانون د اولې فقرې ۷ مادې مطابق نه وي له دا ډول معاملاتو څخه دې په کلکه ډډه وشی.
که چیرته د پورتنیو جایدادونو د پیر او پلور په وخت کی عامه شتمنۍ او امارتي ملکیت متصور وي او یا د هغوي شک او شبه موجوده وی د معاملاتو د لار ښوونې دفترونه نشی کولاي دا ډول معاملات ترسره کړي.
که چیرته د معاملاتو د لارښوونې دفترونه د پورته ذکرشوو مواردو خلاف معاملې ترسره کړی جواز ترې اخستل کیږي او تر عدلې او قضایې څارنې لاندې نیول کیږی بیا به د شکایت حق نلری . 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۶
Background image

د عدلیې وزیر د رسمي جریدو او نورو رسمي سندونو د چاپ له بهیر څخه لیدنه وکړه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۱۱مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د بهیر ګروپ په شرکت کې د رسمي جریدو، تقنیني سندونو او درسي نصاب د چاپ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

BACK TO NEWS