د صنعتي ساحو قانون نافذ او په رسمي جریده کې خپور شو

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۴:۴
.

د افغانستان د اسلامي امارت د عدلیې وزارت، د صنعتي ساحو قانون د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له‌خوا له توشېح څخه وروسته، د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۰مه نېټه په ۱۴۵۵ ګڼه رسمي جریده کې خپور کړ.  
د صنعتي ساحو قانون یوه مقدمه، ۶ بابونه، ۱۱ فصلونه او ۶۷ مادې لري چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له توشېح څخه وروسته نافذ او په رسمي جریده کې خپور شوی دی.
یاد قانون د صنعتي ساحو د تنظیم له لارې د افغانستان اقتصاد ته د ودې او پرمختیا ورکولو، د خصوصي سرمایه ګذارۍ د جلب او جذب او د صنعتي ساحو د مدیریت، ساتنې او مراقبت زمینې برابرولو په موخه تدوین شوی دی او د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت یې د تطبیق مرجع ده.
په دې قانون کې د امارتي، خصوصي او مشارکتي صنعتي ساحو د جوړلو، پراختیا او څارنې، یادو ساحو ته د ځمکې وېشلو او د صنعتي ساحو جوړولو لپاره غوښتونکو ته د ځمکو د وېشلو شرطونو په اړه حکمونه راغلي دي.
په دې قانون کې راغلي چې د خصوصي صنعتي ساحو لپاره د ځمکو ترلاسه کوونکي مکلف دي چې، د چاپېریال ساتنې او کار اړوند حکمونه او نور تقنیني سندونه رعایت کړي. دغه راز د صنعتي ساحو متشبثین مکلف شوي دي ترڅو په غیر معینه سیمو کې د تولیدي یا صنعتي واحد د کثافاتو او اضافي موادو له غورځولو څخه ډډه وکړي.
د یادونې وړ ده چې په ۱۴۵۵ ګڼه رسمي جریده کې، د صنعتي ساحو د قانون سربېره د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی یو شمېر فرمانونه هم چاپ او خپاره شوي دي.
محترم هېوادوال کولی شي چې د رسمي جریدې دغه ګڼه په چاپ شوې بڼه د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست څخه د ټاکل شوې بیې په بدل کې او سافټ (پي ډي اف) يې په وړیا توګه د عدلیې وزارت د ویب‌سایټ د حکمونو او قوانینو له ډیټابیس څخه ترلاسه کړي. د یاد قانون د چاپ او خپرولو حق د عدلیې له وزارت سره محفوظ دی او غیرقانوني چاپ یې ممنوع دی

د صنعتي ساحو د قانون د مستقیم دانلود لینک: