د صرافانو او پولي خدمتونو د څانګې قانون نافذ او په رسمي جریده کې خپور شو

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۱:۴
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د صرافانو او پولي خدمتونو د څانګې قانون او د اصنافو د مالیې د تخفیف په اړه د  عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی فرمان د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ذوالحجه الحرام میاشتې د ۲۳ نېټې په ۱۴۵۰ ګڼه رسمي جریده کې خپور کړ.

د صرافانو او پولي خدمتونو د څانګې په قانون کې یوه مقدمه، ۲ فصلونه او ۹ مادې شاملې دي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له توشیح څخه وروسته په رسمي جریده کې خپور شوی دی.

دا قانون د پولي خدمتونو ښه تنظیمولو، د پولي خدمتونو او بې جوازه صرافانو قانوني کولو،  د اسعارو د قاچاق او اقتصادي نظام لپاره یې د پېښېدونکو خطراتو د مخنیوي او د صرافي او پولي خدمتونو معیاري کولو په موخه تهیه او تدوین شوی او په ټولو صرافانو او د پولي خدمتونو پر وړاندي کوونکو تطبیقیږي.

د یاد قانون په اساس ټول صرافان د پولي خدمتونو او صرافي شرکت، د پولي خدمتونو او صرافي شرکت د نمایندګۍ جواز او یا د لاسي پلورونکو جواز له جوازونو څخه د یوه په اخیستلو مکلف دي. دغه راز صرافان مکلف دي چې په هرو درېیو کلونو کې یو ځل د خپل فعالیت جواز تمدید کړي.

د یاد قانون پنځمې مادې په یوې برخه کې د لاسي پلورونکو صرافانو د شرایطو په اړه راغلي چې له جواز لرونکي پولي خدمتونو شرکت څخه د جواز لرل او د بانکي حساب درلودل د دغو شرایطو له جملې څخه دي. دغه راز لاسي پلورونکي نه شي کولی د حوالې کار ترسره کړي او نباید د صرافي له ټاکل شوې اندازې څخه زیات، پولي خدمتونو او کار وکړي.

د پولي خدمتونو او صرافي شرکتونه مکلف دي د غوښتنې په صورت کې د افغانستان بانک ته راپور ورکړي او هم د خپلې پانګې کمښت او زیاتوالي په صورت کې، دغه بانک په جریان کې واچوي.

د یاد قانون پر بنسټ د بې مجوزه صرافۍ او پولي خدمتونو شرکت فعالیت ممنوع دی او په هغه صورت کې چې شرکتونو  او صرافۍ سرغړونه وکړي، د هغو دوکان یا دفتر د ګډې کمېټې لخوا مهر او تړل کېږي او مکلف کېږي چې تر پنځو ورځو پورې د فعالیت جواز واخلي. که یاد شخص ونه غواړي جواز واخلي باید د دوکان د مالک په همغږۍ د افغانستان بانک ته مراجعه وکړي ترڅو دوکان تخلیه او مالک ته وسپارل شي.

دغه راز په یاد قانون کې د جایدادونو له مالکانو څخه غوښتل شوي چې خپل جایدادونه بې جوازه او غیرقانوني صرافۍ او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو اشخاصو ته ورنه کړي.

درانه هېوادوال کولی شي دا قانون د هارد په بڼه د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست او د (پي ډي اف) سافت په بڼه د عدلیې وزارت د ویب پاڼې د حکمونو او قوانینو د ډیټابېس له برخې څخه ترلاسه کړي. د یاد قانون د چاپ او خپرولو حق د عدلیې وزارت لپاره خوندي دی او غیرقانوني چاپول یې ممنوع دي.

د صرافۍ او پولي خدمتونو څانګې قانون مستقیم دانلود