د شرطې قانون توشېح او په رسمي جریده کې خپور شو
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د شرطې قانون د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا له توشېح څخه وروسته د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د صفرالمظفر د میاشتې په ۵مه نېټه په ۱۴۹۶ ګڼه رسمي جریده کې خپور کړ.
د شرطې په قانون کې یوه مقدمه، دوه بابونه، پنځه فصلونه او ۵۳ مادې شاملې دي چې د تطبیق مرجع یې د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت دی.
په یاد قانون کې د امنیت ساتنې، د سرحدونو د امنیت، پر سرک د نقلیه وسایطو د تګ راتګ (عبور او مرور)، د بندیانو، د لرغونو اثارو او ځنګلونو، د ماشومانو د تادیب، د اور لګېدنې د پېښو د مخنیوي، د نشه یي توکو د مخنیوي، د اختطاف او انساني قاچاق د مخنیوي په برخو کې او نور اړوندو برخو کې د شرطې وظیفې مشخصې شوي دي.
همداراز په دې قانون کې د اشخاصو د هویت تثبیت، جلب او احضار، د مجرم نیولو، د مظنون تر نظارت (څارنې) لاندې نیولو، د تلاشۍ په برخو کې د شرطې اقدام او په نورو برخو کې د شرطې اقدامات بیان شوي دي او دغه راز د وسیلو د کارونې په برخه کې د شرطې صلاحیتونه هم مشخص شوي دي.
محترم هېوادوال کولای شي چې د رسمي جریدې دغه ګڼه په چاپ شوې بڼه د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست څخه او په الکترونیکي (پي ډي اف) ډول د عدلیې وزارت د ویبپاڼې د حکمونو او قوانینو له ډیټابیس څخه ترلاسه کړي. د یاد قانون د چاپ او خپرولو حق د عدلیې له وزارت سره محفوظ دی او غیرقانوني چاپ یې ممنوع دی.
ډیتابیس: http://laws.moj.gov.af/ShowLawPersian.aspx
تلګرام: https://t.me/ministryofjusticeafghanistan