د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون توشیح او په رسمي جریده کې خپور شو

hakeem_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۴:۵
.

د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون چې په یوې مقدمه، ۳ فصلونو او ۲۷ مادو کې ترتیب شوی، د امیرالمومنین حفظه الله تعالی په واسطه توشیح او د عدلیې وزارت له‌خوا په رسمي جریده کې خپور شو.

د دې قانون پر اساس، هغه اشخاص چې روغ رمټ او یا کاسب اوسي او د یوې ورځې لپاره خوراک ولري د سوالګرۍ عمل څخه منع شوي دي. دغه راز د دغو اشخاصو په واسطه له ماشومانو، معلولوینو او معیوبو اشخاصو څخه ګټه اخیستل منع دي.

په دې قانون کې د حرفې په عنوان سوالګري، تنظیم شوې سوالګري او د سوالګرۍ تنظیم هم منع شوی او د ترسره کوونکي لپاره یې حبس په پام کې نیول شوی دی.

د دې قانون پر اساس د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت په مشرۍ او د ۱۵ نورو ادارو د معینیتونو او ریاستونو په غړیتوب له سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون رامنځته شوی دی.

دا کمېسیون د سوالګرو په راټولولو، د بېوزلو سوالګرو تثبیتولو، د سوالګرۍ عوامل ارزولو، د کورنیو او بهرنیو موسساتو، خیریه ادارو او اشخاصو د مرستو راجلبولو، د بېوزلو سوالګرو د استوګنې ځایونو څخه څارنه او په نورو تدابیرو مکلف دی.

دغه راز په دې قانون کې د بلوغ عمر څخه د کښته سوالګرو د ښوونې او روزنې، یتیم، کونډې او معلول سوالګر ته رسیدګي، د صعب العلاج ناروغ درملنه چې د خپل خپلوانو د سوالګرۍ لامل کېږي، د معتادو سوالګرو درملنه، د ښاروالي له لوري د کار استعداد لرونکو سوالګرو ګمارل او د مرستو په جلبولو ټینګار شوی دی.

د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون هغو سوالګرو لپاره چې  د ترحم جلبولو په هدف له ماشوم، مجنون او معلول څخه ګټه اخلي، د دغه ډول سوالګرو تنظیم کوونکو او هغو اشخاصو لپاره چې د مرستې ترلاسه کولو څخه وروسته سوالګري کوي، حبس په پام کې نیولی دی.

دا قانون د توشېح له نېټې څخه نافذ دی او په ۱۴۴۷ ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی دی. هېوادوال کولای شي دا قانون په مستقیم ډول د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو ریاست او يا د سافټ په بڼه د عدلیې وزارت د قوانینو او حکمونو له ډیټابیس څخه ترلاسه کړي:

http://laws.moj.gov.af/ShowLawPashto.aspx