د سمنګان ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې ۷۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۱ - ۱۴:۲۴

د سمنګان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د کمېسون تخنیکي هیئت، خپل عملي کار ددغه ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې دوام ورکړ او په نوو بررسیو کې یوه اندازه ځمکه امارتي تشخیص کړه.

یاد هیئت د حضرت سلطان ولسوالۍ  قرن درې سیمې او کلچه قزاغلي کیلي ته ولاړ او ۳۳ قطعې ځمکه یې بررسي کړه. ددغې بررسۍ په لړ کې ۷۰۰ جریبه ځمکه ددغه هیئت لخوا امارتي تثبیت شوه.

.

په همدې حال کې، دکندز ولایت  تخنیکي هیئت د ناستې جوړولو څخه وروسته، دغه ولایت کې له ځینو سیمو څخه لیدنه وکړه. هیئت د آلچین بلوڅو سیمې او ۳۰۰۰ مسکوني واحدونو د هستوګنې ښارګوټې ته ولاړ او د سیمې له خلکو سره یې د هدیرې اړوند چې ۵۰۰ جریبه لیږدول شوې ځمکه پکې شامله ده، وکتل او خبرې وکړې.

دغه راز هیئت د ۳۰۰۰ مسکوني واحدونو د هستوګني ښارګوټی په اړه چې ۱۱۰۰ جریبه ځمکه پکې شامله ده چې اشخاصو لخوا تصرف شوې معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې یاد ښارګوټی په تېر نظام کې پلان شوی او اسلامي امارت دغه پلان د خلکو له پاره د اسانتیا د رامنځ ته کولو له پاره تطبیقوي.

.

پر دې سربېره، د پکتیکا ولایت د تخنیکي هیئت ناسته هم د دغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې یو مسلکي هیئت د امارت د قضایاو د آمر په سرپرستۍ  د برمل، ګیان او سپری ولسواليو ترمنځ سیمې څخه لیدنه وکړي او د سیمې کروکي واخلي. او دغه راز پریکړه وشوه چې راتلونکې ورځ د تخنیکي کمېټې ټول غړي ساحې ته ولاړ شي او هغه يې تصفیه کړي.

دغه راز په دغې ناسته کې د پکتیکا د ښرنې ښار او ولسوالیو د یو شمېر اوسیدونکو عریضې بررسي شوې او هغو څخه د ځینو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.

.

د جوزجان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته هم جوړه شوه او یاد هیئت په دغه ولایت کې له ځینو سیمو څخه لیدنه وکړه.

په دغې ناسته کې، د امارتي عامه مرعی ځمکو د وړاندیز راپور ترتیب او کمېسیون له پاره یې د استولو لارښوونه صادره شوه. دغه راز د حج او اوقافو اړوند ۴۰۰ جریبه ځمکې دوسیه بررسي شوه اوهیئت له یادې سیمې څخه لیدنه وکړه. د یادې ځمکې مساحت مشخص شو او څرګنده شوه چې ځینو اشخاصو دغه ځمکه غصب کړې. د دغې ځمکې له متصرفینو څخه شرعي او اصولي سندونه وغوښتل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندوز ولایت کې ۲ دارالوکالې د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول

 په کندوز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په کندوز ښار کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د روژې د مياشتې په ۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دارالوکال. . .

BACK TO NEWS