د سمنګان ولایت د ولایت مقام او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳۱ - ۱۳:۵۴

د سمنګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنيکي هيئت رئيس او مل پلاوي او د یاد ولایت د یاد ولایت له والي داملا شعيب رسالت تر منځ د همغږۍ ناسته د محرم الحرام د میاشتې په ۱۱ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ جوړه شوه.

په ياده ناسته کې تخنيکي هيئت د تېر هجري قمري کال د ذوالحجې په مياشت کې د غصب شویو ځمکو د بررسي او استرداد فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د تخنيکي هيئت او د ولایت مقام ترمنځ پر هر اړخيزې همکارۍ ټينګار وشو.

په یاده ناسته کې د سمنګان ولايت والي هم د همغږۍ ناستو جوړېدل مهمې وبللې او د تخنيکي هيئت سره د ځمکو د غصب د مخنيوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد  په برخه کې  د هر ډول مرستو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS