د سرپل ولایت د ځمکو د غصب مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۳ - ۱۰:۵۱
.

د سرپل ولایت د ځمکو د غصب مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د عدليې رئیس (د هیئت سرپرست) او د دغه هیئت د غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب په اړه ځینې قضیې په کې بررسي شوې.

په دغې ناسته کې، د یو شخص د ځمکو سندونه په پشت قره سیمه کې بررسي شول او پریکړه وشوه چې د موضوع په تړاو له مرکز څخه لارښوونه وغوښتل شي. دغه راز د سید آباد (خانقا ملکي) کلي د اوسیدونکو دعوا د هغوی د څړځای ویجاړولو په اړه بررسي شوه او له هیئت سره د موضوع د اړیکي د نه شتون له کبله پریکړه وشوه چې یاده دعوا کرنې ریاست ته راجع شي.

په همدې توګه د اشخاصو یو شمېر دعوا او عریضې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.

تخنیکي هیئت راتلونکي ورځ د آسیا آباد کلي د یو شمېر اوسیدونکو پر ځمکو د سندونو او د اظهارنامې فورم د تطبیق له پاره دغې ساحې ته ولاړ. یاد هیئت د سندونو او د استعلامونو د ځوابیو له بررسۍ څخه وروسته د کلي اوسیدونکو ته ابلاغ وکړ چې د املاکو د اساس د دفتر او د قیدیت د سوابقو په پام کې نیولو سره په اوچي کلان سیمه کې د یو شمېر اشخاصو  زمیندارۍ څرګنده نشوه.

دغه راز یاد هیئت د یو شمېر نورو اوسیدونکو سندونه او د اظهارنامې فورم بررسي کړ او په دغې ساحه کې د ۶ جریبه للمي ځمکې زمیندارۍ د یو شخص په نوم قیدیت درلود. د یاد شخص د اظهار نامې پر بنسټ ساحه کې دوقطعې للمي ځمکه چې ۳۷ جریبه په کې شامله وه چې د هغې ساحوي تطبیق او کروکي ترسره شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS