د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۶ - ۹:۳۵
.

د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او دغه ولایت کې  له ځینو ساحو څخه لیدنه او بررسي وشوه.

په دغې ناسته کې، تخنیکي هیئت په خانقاه ملکي کې د څړځای ځمکو په تړاو د یو شخص دعوا او د بل شخص لخوا یې په کروندې تبدیلول بررسي کړل. یاد شوي هیئت یو ټیم موظف کړ چې له نږدې څخه د ساحې لیدنه وکړي او جي پي اس یې کړي او دغه ځمکې بیاځل په څړځای تبدیلې کړي.

دغه راز په یاده ناسته کې، د نیمدان کلي پر اوسیدونکو د کلتر او ګل قشلاق اوسیدونکو د دعوا په اړه له کمېسیون څخه استول شوی لیک بررسي شو او تصمیم ونیول شو چې د دواړو لورو ترمنځ پریکړه او د هیئت ابلاغیه له مرکزي کمېسیون سره شریکه کړل شي.

د یو بل شخص د شخصي ملکیتونو او څړځای د غصب دعوا هم په دغې ناسته کې بررسي شوه او د دعوا له داوړو لورو څخه سندونه وغوښتل شول او د سندونو او مدارکو د نه وړاندې کولو په دلیل، یاده شوې قضیه د امارت د قضایاو آمریت ته راجع شوه.

دغه راز، د څړځای د غصب په اړه د ګوسفندي ولسوالۍ د آقګبند کلي پر یو شمېر اوسیدونکو د یو شخص دعوا د دواړو لورو په حضور کې بررسي شوه او پریکړه وشوه چې هیئت سیمه عمومي څړځای اعلام کړي او دواړه لوري له دغې ساحې څخه ګټه پورته کړي.

له غونډې څخه وروسته تخنیکي هیئت په دوو ګروپونو وویشل شو او د ساحوي اجراآتو په غرض خانقاه ملکی او د پشت قره کلیو ساحو ته ولاړل.

یاد شويو ګروپونو خپل اجراآت په ساحو کې ترسره کړل او له متصرفانو څخه یې قانوني سندونه وغوښتل. د پشت قره ساحې متصرفانو تر راتلونکې سه شنبې وخت وغوښت.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS