د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۱ - ۱۴:۴۰

د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۱۰ نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد شوي هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه و د تخنیکي هیئت د پلان او یو لړ نورو موضوعاتو په اړه په کې بحث او خبرې وشوې.

په دغې ناسته کې، د تخنیکي هیئت د پلان جوړولو په برخه کې پریکړه وشوه چې یاد پلان له بېلابېلو ارګانونو څخه د غصب شویو ځمکو له غوښتل شوي جدول سره سم، ترتیب شي.

یاد هیئت د ناقلینو  د ځکو په تړاو له مرکزي کمېسیون څخه د ترلاسه شوي لیک په اړه هم بحث وکړ او پریکړه وشوه ترڅو د روانې اوونۍ د سه شنبې په ورځ يې په اړه وروستۍ تصمیم ونیول شي.

په دغې ناسته کې، په ګوسفندي ولسوالۍ کې د ځايي خلکو لخوا دڅړځای د بیاځل غصب په اړه هم پریکړه وشوه چې د سه شنبې په ورځ بیاځل موضوع بحث لاندې ونیول شي او د چهارشنبې په ورځ، هیئت ساحې ته ولاړ شي او هغه بررسي کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS